۰
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان:

د افغانستان تر څنګ ولاړ یو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوو

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي، امریکا د افغانستان او افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او د سولې له هغه پروسې ملاتړ کوي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي.
د افغانستان تر څنګ ولاړ یو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوو
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي، امریکا د افغانستان او افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او د سولې له هغه پروسې ملاتړ کوي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل دغه څرګندونې پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله مجب سره کابل کې د لیدنې پر مهال وکړې.

د ملی امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب غرمه مهال له جنرال ووټل سره ولیدل او د سولې، امنیت او ځینو نورو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

سرچینه وايي، ښاغلي محب له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د افغان پوځ په پیاوړتیا او تجیهز کې یې د امریکا له همکارۍ او مشارکت مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت شورا سلاکار د خلیللزاد په مشرۍ د سولې مذاکراتو بحث کې د امریکا د متحدو ایالتونو  له آسانچاري نقش هم مننه وکړه.

په ورته وخت کې جنرال جوزف ووټل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره د ملاتړ اعلان سربېره وویل، امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید ترهګرۍ سره مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي او امریکا متحده ایالات به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي