۰
ولسمشر غني:

د افغانستان ۴۰ کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ځواکونه تر پخوا ډېر پیاوړي شوي او د افغانستان روان ۴۰ کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي.
د افغانستان ۴۰ کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ځواکونه تر پخوا ډېر پیاوړي شوي او د افغانستان روان ۴۰ کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر پرون سه شبنې د سلواغې ۳۰ مه ارګ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې پر افغان سوله، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ پر ځینو نورو مسایلو خبرې وشوې.

و وټل په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ده ماموریت او کاري دوره نور پای ته رسېدلي او پر ځای به یې یو داسې کس وټاکل شي، چې د افغانستان له شرایطو سره بلند وي او د یوه ستراتېژيک ملګري په توګه له افغان حکومت، افغان ځواکونو او افغان ولس سره همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني هم په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله خورا پیاوړي شوي، ملکي او محاربوي طرفیتونه یې لوړ شوي دي.

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه به دوام ولري او د افغانستان ۴۰ کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي.
 
باید و ویل شي، جنرال ووټل د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره هم په لیدنه کې ټینګار کړی، چې امریکا به د افغان حکومت او افغان ولس تر څنګ پاتې شي او د سولې له هغه پروسې به ملاتړ ته ادامه ورکړي، چې مشري یې د افغانانو په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي