کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وايي، که د هند او پاکستان تر منځ ټکر زیات شي نو دغه څه به پر افغان سوله هم منفي اغېز وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان سفیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې په هندي کشمیر کې تر خونړي برید وروسته د ډهلي او اسلام آباد تر منځ کړکېچ زیات شو.
په دغه ځانمرګي برید کې چې د هندي ځواکونو په یوه کاروان وشو، ۴۴ سرتېري و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول.
د برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست او هندی وایي، دغه ډله او مشر یې په پاکستان کې مېشت دي.
د هند لومړي وزیر او پوځي چارواکو ګواښ وکړ، چې په هندي کشمیر کې د شوي برید غچ به له پاکستانه اخلي او دا هېواد به په نړیواله کچه منزوي کوي.
نریندرا مودي و ویل، چې نور د خبرو وخت پای ته رسېدلی او د دې وخت دی، چې د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې عملي ګام واخستل شي.
د مودي له څرګندونو وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خبرداری ورکړ، چې که هند پر پاکستان برید وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي.
خو په کابل کې د پاکستان سفیر هم دغه تاوتریخوالي ته په اشارې وايي، که هند له پاکستانه د غچ اخیستو هڅه وکړي نو دغه چاره به د افغانستان پر سوله او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو هم منفي اغېز وکړي.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې ولې باید د افغانستان مساله د هند او پاکستان له اړیکو سره وتړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل