۰

لغمان کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي دي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
لغمان کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه د لغمان ولایت په قرغه یی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د ولسي وګړو موټر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د لغمان چارواکي وایي، ماین طالبانو خښ کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي