۰
هند او ایران:

پاکستان د نړیوال نه تېرباسي، بلکې ترهګر دې له منخه یوسي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
په هند او ایران کې تر خونړیو بریدونو وروسته چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ډهلي او تهران، اسلام آباد ته خبرداری ورکړ، چې په خپله خاوره کې ترهګر له منځه یوسي.
پاکستان د نړیوال نه تېرباسي، بلکې ترهګر دې له منخه یوسي
په هند او ایران کې تر خونړیو بریدونو وروسته چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ډهلي او تهران، اسلام آباد ته خبرداری ورکړ، چې په خپله خاوره کې ترهګر له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره اوونۍ د ایران په سیستان او بلوجستان کې د ایران په سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید وشو، چې ۲۷ ایراني سرتېري په کې و وژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

ایراني چارواکي وايي، له دغه برید وروسته یې لومړی یوه چې برید یې تر سره کړی و ونیوه او د هغې له لارې یې ځان نورو ترهګرو ته ورساوه.

د ایراني چارواکو په وینا دغه کس چې ځانمرګی برید یې تر سره کړی حافظ محمد علي نومېږي، چې د پاکستانی دی او یو بل پاکستانی یې هم په ټیم کې وو.

تر دغه برید ایران په رسمي ډول پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې په خپله خاوره کې ترهګر له منځه یوسي، که نه ایران په لاس په کار او د پاکستان په خاوره کې به ترهګر په نښه کړي.

د ایران او پاکستان تر کړکېچ څو ورځې وروسته په هندي کشمیر کې د هندي ځواکونو پر یوه کاروان ورته ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې ۴۴ هندي سرتېري و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول، چې هند یې پړه پر پاکستان او په دغه هېواد کې پر مېشتو ترهګرو واچوله.

د برید مسوولیت د جیش محمد وسلې ډلې پر غاړه واخیست چې د هندي چارواکو په وینا دغه ډله او مشر یې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.

تر دغه برید وروسته هند پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د شوي برید غچ به پاکستانه اخلي او دغه هېواد به په نړیواله کچه منزوي کوي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي  و ویل، چې نور د خبرو وخت پای ته رسېدلی او د دې وخت دی، چې د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې عملي ګامونه واخستل شي.

که څه هم پاکستان په دغه برید کې لاس لرل رد کړي خو د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان دې نړیوال نه تېر باسي، بلکې په خپله خاوره کې د ترهګر له منځه یوسي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه د سلواغې ۳۰ مه پاکستان ته په خطاب ویلي چې دا هېواد دې په خپلو څرګندونو نړیوال نه تېر باسي بلکې پر ځای دې تروریستان وځپي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند له پاکستانه غواړي، چې نور دې نړیواله ټولنه تېر ایستل بند کړي او او د پلواما تروریستي برید ترسره کوونکو او نورو ټولو تروریستانو او تروریستي ګروپونو پرضد چې د هغوی د کنټرول له سیمې فعالیت کوي قاطع او ښکاره اقدام وکړي.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر هند ته خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان برید وکړي نو ځواب به یې ورکړي، ځکه هېواد یې له ځواب پرته بله لار نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي