۰
جنرال ووټل:

افغانستان کې داعش ډله امریکا ته په لوی ګواښ بدله شوې ده

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وایي، په افغانستان کې د داعش ډله امریکا ته په یوه لوی ګواښ بدله شوې ده.
افغانستان کې داعش ډله امریکا ته په لوی ګواښ بدله شوې ده
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وایي، په افغانستان کې د داعش ډله امریکا ته په یوه لوی ګواښ بدله شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل دغه څرګندونې د امریکا له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې او خبرداری یې وکړی، چې دغه ډله په امریکا د مستقیم بریدونو توان لري.

هغه ویلي، چې افغانستان کې داعش امریکا ته یو لوی ګواښ دی او دغه ډله په فعاله توګه د خپلو غړیو ټولنیزې رسنۍ په امریکا کې د اړیکو د پیدا کولو لپاره کاروي.

نوموړي زیاته کړې« امریکا باور لري، داعش په ټولنیزو رسنیو دا معلومات راټولوي چې په راتلونکې کې په امریکا د یو ممکنه برید لپاره د چا نه ګټه پورته کولی شي، دوی د افغانستان نه په امریکا د برید وړتیا لرلو ته نژدی شوي دي.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیتونو ته مکمل توجه ته ضرورت دی.

د امریکا د پوځي چارواکې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان کې د عسکرو په شمیر کې کمي راولي او د طالبانو سره یې مسقیمې خبرې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي