امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل، چې په هندي کشمیر کې د شوی ځانمرګي برید عملانو ته سزا ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له هندي کشمیر کې د تېرې پنشنبې په ورځ د هندي ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید وشو، چې ۴۴ سرتېري په کې و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت جیش محمد ډلې پر غاړه واخیست او هند وايي، دغه ډله او مشر یې په پاکستان کې د دي او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو ملاتړ ورسره دی.
له دغه برید وروسته د ډهلي او اسلام آباد تر منځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې او دواړو یو بل ته د برید ګواښونه وکړل.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي و ویل، نور د خبرو وخت تېری شوی او د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې باید عملي اقدامات وشي.
خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یې په غبرګون کې و ویل، که هند پر پاکستان برید وکړي، سمدستي ځواب به ورکړي.
د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو سره امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د دغه برید عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند رابرټ پالادینو پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه خبریالانو ته و ویل، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هند تر څنګ په کلکه ولاړه ده.
نوموړي ویلي امریکا له پاکستانه غواړي، چې د دغه برید په اړه څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملین یې که هر څوک وي ورته سزا ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي پاکستان دې نور نړیواله ټولنه نه تېرباسي بلکې، په خپله خاوره کې د ترهګر له منځه یوسي او ملاتړ یې د بند کړي.
باید و ویل شي، چې امریکا وړاندې هم د همدې برید په تړاو پاکستان ته ویلي و، چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او ملاتړ بند کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل