۰

افغان حکومت د پاکستان د سفیر څرګندونې بې منطقه وبللې

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
افغان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفیر زاهد نصرالله وروستی څرګندونې، چې د هند او پاکستان د کړکېچ په برخه کې یې افغانستان هم ورګډ کړی بې منطقه وبللې.
افغان حکومت د پاکستان د سفیر څرګندونې بې منطقه وبللې
افغان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفیر زاهد نصرالله وروستی څرګندونې، چې د هند او پاکستان د کړکېچ په برخه کې یې افغانستان هم ورګډ کړی بې منطقه وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هندي کشمیر کې تر خوندي ځانمرګي برید چې ۴۴ هندي سرتېري په کې و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول، د هند او پاکستان تر منځ اړیکې خورا ترینګلې او ان یو پر بل د برید پړاو ته رسېدلي دي.

د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هندي چارواکو په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او اسلام آباد یې ملاتړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تر برید وروسته و ویل، نور د خبرو وخت تېر دی، د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې به عملي ګام اخلي او له پاکستانه به د دغه برید غچ اخلي.

خو په ځواب کې یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خا ویلي، که هند برید وکړي، اسلام آباد به هم لاس تر زنې ناست نه وي، بلکې ځواب به ورکړي.

د هند او پاکستان د کړکېچ زیاتېدو ته په اشارې کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصراالله پرون سه شنبې د سلواغې ۳۹ مه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې که هند پر پاکستان برید وکړي، نو دا کار به پر افغان سوله هم منفي اغېز وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د نصرالله خبرې بې منطقه بللې.

د وزارت ویاند صبغت الله احمدي جمهور خبري آژانس ته و ویل«د پاکستان سفیر دغه څرګندونې، چې د هند او پاکستان نظامي ټکر به افغان سوله هم اغېزمنه کړي او یا به هم افغانستان ته کوم ګواښ متوجه شي، منطق نه لري او کاملآ غیر منطقي ده.»

د هغه په وینا د هند او پاکستان تر منځ اړیکې په افغانستان پورې اړه نه لري، بلکې افغانستان په ټوله سیمه کې امن او له ګاونډیو سره ښه ګاونډیتوب غواړي.

دی وایي، افغانستان به هېڅ هېواد ته اجازه ورنکړي، چې په افغان خاوره کې خپلې نیابتي جګړې مخ ته یوسي او خپل شوم هدفونه د جګړې له لارې تر لاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي