د بشري حقونو کمېسیون د ښځو، سولې او امنیت په اړه یوه څېړنه کوي

1 حوت 1397 ساعت 11:12

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون اعلان وکړ، چې هېواد کې ښځو، سولې او امنیت په اړه به په ټول هېواد کې یوه پلټنه تر سره کړي.


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون اعلان وکړ، چې هېواد کې  ښځو، سولې او امنیت په اړه به په ټول هېواد کې یوه پلټنه تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرۍ سیما سمر نن چهارشنبې د کب اوله نېټه کابل کې د یوې غونډې پر مهال و ویل، یاد کمېسیون په پام کې لري سږ کال د ښځو، سولې او امنیت په اړه یو علمي تحقق تر سره کړي.

نوموړي و ویل، دغه پلټنه د دې لپاره کوي، چې وېرېږي یو ځل بیا د ښځو حقوق له که څنګه چې په تېرو ۴۰ کلونو کې قرباني شول بیا قرباني نه شي.

د هغې په وینا دوی به د ټول ولس په استازيتوب د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ۲ مېرمنو سره مرکې وکړي تر چې هغوی وکولای شي خپلې ټولې غوښتنې ورته و وايي.

مېرمن سمر وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، ولې نور نه غواړي، چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې دغه قربانۍ بیا ورکړي.

دا زیاتوي، چې مېرمنې باید د سولې په خبرو کې مانا لرونکی حضور ولري، شمېر یې زیات شي او د دغه پروسې تر پای پورې باید په کې ګډون ولري.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې خبرداری ورکړ، که د سولې په خبرو کې د مېرمنو ونډې ته پاملرنه ونه شي، نو عادلانه سوله ناشونې ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې نور باید په هېواد کې  هغه کسانو پر وړاندې چې پر انساني ضد جرایمو ککړ دي، د معافیت سیستم پای ته ورسول شي.

سمر وايي، که د ملي روغې جوړې تر نامه لاندې د معافیت سیستم ته دوام ورکړل شي، نو دایمې سوله به ټینګه نه شي، بلکې د تېرو دورو په څېر به غچ اخیستنه پیل شي او بیا به سوله خپل ماهیت له لاسه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 113676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com