۰
داودزی:

طالبان به د قطر راتلونکې ناسته کې له ډېرو صلاحیتونو سره ګډون وکړي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، د طالبانو او افغان حکومت د سولې په تړاو د مخامخ خبرو زمینه نېږدې برابره شوې او ژر به سوله وشي.
طالبان به د قطر راتلونکې ناسته کې له ډېرو صلاحیتونو سره ګډون وکړي
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، د طالبانو او افغان حکومت د سولې په تړاو د مخامخ خبرو زمینه نېږدې برابره شوې او ژر به سوله وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي، چې نن چهارشنبې د کب اوله یې کابل کې یوه ناسته کې وینا کوله و ویل، چې دا ځل به طالبان د قطر په راتلونکې ناسته کې له ډېرو صلاحیتونو سره ګډون وکړي.

د بشري حقونو د کمېسیون له خوا په دې جوړه شوې ناسته کې ښاغلي داودزي زیاته کړه، د طالبانو پلاوي له خلیلزاد سره په تېرو خبرو کې کم صلاحیتونه درلودل او په همدې خاطر هغوی ته فرصت ورکړل شو، چې تر څو په راتلونکې ناسته کې له ډېرو صلاحیتونو سره ګډون وکړي.

هغه و ویل، چې تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو خبرې په لومړي پړاو کې دي او تر ډېره په دوه اصلي او څلورو فرعي محورونو راڅرخي.

د هغه په وینا د خبرو لومړی محور دا دی، چې طالبانو له امریکا غوښتي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال وېش وټاکي، چې امریکا هم ورسره منلې او ورته ویلي یې دي، دغه کار به له سولې وروسته هغه مهال کوي، چې ټول افغان ترې وغواړي.

ده وویل«امریکا به واضح طالبانو ته ویلي، چې له سولې وروسته چې کله افغانانو وغوښتل موږ وځو خو تر سولې وړاندې نه شو وتلی.»

دواوزدی زیاتوي دوهم محور دا و، چې امریکا له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره خبرې او سوله وکړي، خو طالبانو پلاوی ورته ویلي، چې دوی ته دومره واک نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي داودزی وایي، طالب پلاوی د اوربند په اړه هم ویلي، چې دوی ته واک نه دی ورکړل شوی خو خلیلزاد ورته ویلي، چې ولاړ شي او صلاحیت تر لاسه کړی.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس وايي، د قطر په راتلونکې غونده کې، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۲۵ مه جوړه شي ښايي طالب پلاوی د ډېرو صلاحیتونو له لرولو سره ګډون وکړي.

دی وایي، د خبرو بل محور د زندانیانو خلاصون و، چې ښاغلي خلیلزاد دا هم له افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو پورې تړلې بللې ده.

داودزی وایي، له دې پرته پر نور څه تر اوسه خبرې نه دي شوي او افغان دولت امریکا ته اجازه ورکړې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي، خو په وینا یې وروستۍ پرېکړه به افغان حکومت کوي.

د داودزي په وینا له دې ټولو هڅو موخه دا ده، چې تر څو د اصلي خبرو او سولې لپاره چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ده لار برابره شي، ځکه که اوربند کېږي هم د حکومت او طالبانو تر منځ باید وشي او که د سولې تړون کېږي هم باید د حکومت او طالبانو تر منځ وي.

ښاغلي داودزي د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې ته په اشارې و ویل، چې دغه جرګه به د روانې میاشتې له ۲۶ مې تر ۲۹ جوړه شي، چې مدیریت یې یوه غیر دولتي کمېسیون ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جرګه کې به د هېواد له ګوټ ګوټ او هر پاړکي استازي ګډون ولري او له طالبانو سره د دولت د خبرو سرې کرښې معلومې کړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ د یوې غوندې پر مهال د سولې عالي شورا ته دنده وسپارله، چې د سولې په تړاو یوه لویه مشورتي جرګه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي