کابل پولیسو دوه وسله وال غله نیولي دي

1 حوت 1397 ساعت 14:10

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه تنه وسله وال چې له یوې هټۍ یې غلاه کوله نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه تنه وسله وال چې له یوې هټۍ یې غلاه کوله نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه غله د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نیول شوي غله تېره شپه د سلواغې ۳۰ مه کابل ښار د خیرخانې سیمې په لومړی حصه کې یوې هټۍ ته له ننوتلو وروسته ۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه د موبایل کرېډېټ کاروتونه له ځان سره اخلي او تښته کوي.

د وزارت خبرپاڼه وایي، دغه غله د ۱۱ مې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا د همدې حوزې په یولسمه ناحیه کې تر پېژندولو وروسته ونیول شول.

په خبرپانه کې ویل شوي، له دغه غلو څخه یو میل تومانچه هم تر لاسه شوې او دوی په ورته نورو غلاو کې هم په لاس لرلو تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113685

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113685/

جمهور
  https://www.jomhornews.com