۰
افغان حکومت:

پاکستان دې د بې بنسټه خبرو پر ځای د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
افغان حکومت کابل کې د پاکستاني سفیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، د پاکستان او هند اړیکې له افغان سولې سره تړاو نه لري.
افغان حکومت کابل کې د پاکستاني سفیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، د پاکستان او هند اړیکې له افغان سولې سره تړاو نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله پرون و ویل، چې که هند پر پاکستان برید وکړي نو دغه کار به پر افغان سوله هم منفي اغېز وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې په هندي کشمیر کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته هند پاکستان ته د غچ اخیستو ګواښ وکړ او پاکستان هم وايي ځواب به ورکړي.

خو افغان حکومت د پاکستان د سفیر دغه څرګندونې نه یوازې بې بسټه بللې بلکې ویلي یې دي پاکستان دې داسې څرګندونو پر ځای په سیمه کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه لېږلي غیږیز پیغام کې ویلي د افغان سولې په وړاندې لوی ګواښ په سیمه کې د تروریستي ډلو د مرکزونو او ځالو شتون دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په سیمه کې د تروریزم له ځالو او مرکزونو څخه نور باید د وسیلې په توګه استفاده ونشي او په ځانګړي‌ توګه پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

ده ویلي«د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې جدي او صادقانه مبارزه وکړي، ترڅو سیمه هم ارامه شي او د پاکستان خلکو ته هم هغه اقتصادي ګټې ورسېږي،او د سیمې سوله او ثبات، د سیمې د اقتصادي ودې په میلیونونو خلک چې په دغه سیمه کې اوسېږي ژوند کوي بېوزله دي، په ژوند کې به یې مثبت تغیر راشي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت هم د پاکستانی سفیر دغه څرګندونې بې منطقه بللې او وايي دا یو ډول ګوښ دی، چې هېڅ منطق نه لري.

امریکا، هند او ان ایران هم پر پاکستان غږ کړی، چې نور په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او ملاتړ بند کړي او د ځپلو لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي