۰
خلیل بلوڅ:

پاکستان له ترهګرۍ د بهرني سیاست وسیله جوړه کړې ده

پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
د بلوڅانو د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ یو مشر خلیل بلوڅ وايي، پاکستان، د افغانستان، هند او بلوچستان پر ضد له ترهګرۍ استفاده کوي.
پاکستان له ترهګرۍ د بهرني سیاست وسیله جوړه کړې ده
د بلوڅانو د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ یو مشر خلیل بلوڅ وايي، پاکستان، د افغانستان، هند او بلوچستان پر ضد له ترهګرۍ استفاده کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیل بلوڅ په یوه مرکه کې ویلي پاکستان د ترهګرۍ له پدیدې د بهرني سیاست وسیله جوړه کړې، او نه یوازې د بلوچستان او خپل ګاونډیو پر ضد یې کاروي، بلکې نړۍ ته یې ګواښ پرې پېښ کړی دی.

د هغه په وینا که پاکستان وغواړي له کوم هېواده غچ واخلي، امتیاز واخلي او یا ځان ورته نېږدې کړي، نو د هر کار لپاره له ترهګرۍ ګټه اخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ او زېږونې پر پالیسي له کلونو راهیسې په سیمه کې د میلیونو انسانانو ژوند تریخ کړی دی.

دغه بلوڅ مشر ه هند او افغانستان کې هر ډول بریدونه د پاکستان کار ګڼي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي