د روسیې ولسمشر پر امریکا د برید خبرداری ورکړی دی

2 حوت 1397 ساعت 8:51

د روسیې ولسشمر ولادیمیرپوتین خبرداری ورکړی، که امریکا په اروپا کې د منځني واټن ویشتونکي توغندي کېږدي، روسیه به یې په نښه کړي.


د روسیې ولسشمر ولادیمیرپوتین خبرداری ورکړی، که امریکا په اروپا کې د منځني واټن ویشتونکي توغندي کېږدي، روسیه به یې په نښه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین چې پرون چهارشنبې د کب اوله مسکو کې ملت ته وینا کوله و ویل د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا ځکه ووته چې خپلو دفاعي سیسټمونو ته پراختیا ورکړي.

خو پوتین ګواښ وکړ، چې امریکا دغه کار وکړي، روسیه به نه یوازې اروپايي هېوادونه بلکې خپله امریکا هم په نښه او برید به پرې وکړي.

پوتین ویلي، روسیه امریکا ګواښل نه غواړي، بلکې ښې اړیکې ورسره غواړي خو په وینا یې امریکا د روسیې مشروع ګټې په پام کې نه نیسي او پر ضد یې فعالیتونه کوي.

باید و ویل شي، چې امریکا د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113701

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113701/

جمهور
  https://www.jomhornews.com