۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د سولې پروسه کې باید پر ځوانانو باور وشي، د زورواکو پر وړاندې مو واقعي مبارزه شروع کړې

پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، په افغانستان کې د ۴۰ کلن روان بحران پای ته رسول د ځوانانو له خوا یوه نوي فکري انقلاب ته اړتیا لري.
د سولې پروسه کې باید پر ځوانانو باور وشي، د زورواکو پر وړاندې مو واقعي مبارزه شروع کړې
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، په افغانستان کې د ۴۰ کلن روان بحران پای ته رسول د ځوانانو له خوا یوه نوي فکري انقلاب ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې د لوی کندهار د یو شمېر ځوانانو غوندې ته وینا کوله و ویل، چې په دغه روان بحران کې تر ډولو ډېره قرباني ځوان نسل ورکړې او لا هم قرباني کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدې قربانۍ ته په کتو نور باید په ځوانانو کې ملي روحیه او د ملي ګټو پالنه پیاوړې او د دغه بحران د پای ته رسولو لپاره نوی فکري انقلاب رامنځ ته کړي.

هغه پر ځوان نسل غږ وکړ، چې د سولې په روانه پروسه کې لاس په کار او په افغانستان کې د تل پاتې او باغزته سولې لپاره مټې رابډوهي.

د ملي امنیت شورا د سلاکار وايي، د سولې پروسه کې د ځوانانو رول او کار ځکه د اهمیت وړ دی، چې د هغه په وینا ځینې مشرانو چې په جګړه کې خپلې ګټې لټوي غواړي ځوانان قرباني کړي.

ښاغلي محب وویل«ځوان د هرې خوا قرباني دی، طالب هم د ځوان په اوږده ټوپک اېښی، د بل چا په لسمه خپل افغانستان پرې ورانوي، د دې خوا په ملي اردو او امنیتی سکتور کې هم ځوانان دي، چې د خپل هېواد او ولس دفاع کوي او غټه قرباني ورکوي، خو په سوله کې زموږ غږ او فکر هومره غټ مطرح نه دی، اوس هم چې د سولې خبرې کېږي مشران یې کوي، هغه کسان چې تر پرونه
ښاغلي محب وویل«ځوان د هرې خوا قرباني دی، طالب هم د ځوان په اوږده ټوپک اېښی، د بل چا په لسمه خپل افغانستان پرې ورانوي، د دې خوا په ملي اردو او امنیتی سکتور کې هم ځوانان دي، چې د خپل هېواد او ولس دفاع کوي او غټه قرباني ورکوي، خو په سوله کې زموږ غږ او فکر هومره غټ مطرح نه دی، اوس هم چې د سولې خبرې کېږي مشران یې کوي، هغه کسان چې تر پرونه پورې یې دغه جنګ نه یوازې دا چې خپله یې شروع کړی و، کوي یې، او تر نن پورې هم د خپلو ګټو لپاره غواړي وطن یو بل بحران ته یوسي.»
پورې یې دغه جنګ نه یوازې دا چې خپله یې شروع کړی و، کوي یې، او تر نن پورې هم د خپلو ګټو لپاره غواړي وطن یو بل بحران ته یوسي.»

نوموړي زیاته کړه، چې ولسمشر غني د دولت پر ځوانولو کار پیل کړی خو ځوانانو ته هم ښایي، چې نور له سمتي، ژبنیو، قومي او نورو تعصبونو راووځي او له یوه نوري فکر سره چې پر ملي ګټو ولاړ وي ابتکار په لاس کې واخلي او افغانستان ته له دغه ۴۰ کلن بحران څخه نجات ورکړي.

هغه له ولسمشر څخه په دې برخه کې چې تر ډېره یې اوس په دولتي ادارو کې پر ځوان نسل باور کړی مننه وکړه او ویې ویل، دغه ځوان نسل نور د هر هغه چا پر وړاندې واقعي مبارزه پیل کړې، چې د افغانستان، افغان ولس او ملي ګټو دښمن دی.

ښاغلي محب وویل«له بده مرغه جګړه اوس په افغانستان کې پر یوه فرهنګ بدله شوې، خو زموږ پیغام دا دي، هر هغه څوک چې د افغانستان پر وړاندې وسله پورته کوي زموږ دښمن دی، هغه که وسله وال مخالفین دي، که زورواکي دي، که قاچاقبران دي، که قومي ټېکداران دي، که جنګسالاران دي، که وکیلان دي، موږ یې پر وړاندې واقعي مبارزه پیل کړې، او په عمل کې مو هم ښودلې، او نور به یې هم ښيو خو په دې برخه کې د ځوانانو همکاریو ته اړتیا ده او همدا د ولس غوښتنه هم ده»

نوموړي په خپلو خبرو کې پر ځوانانو دا غږ هم وکړ، چې نور باید خپل هېواد د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو ټولنې پر مرستو متکي نه کړو، بلکې خپله هېواد ته کار وکړو او پر خپلو پښو یې وردوي.

د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا د سولې پروسې ته په اشارې و ویل،سوله اړتیا ده، خو مالکیت او رهبري یې باید د افغانانو په لاس کې وي.

د هغه په وینا د سولې د خبرو رهبري باید ځکه د افغان دولت په لاس کې وي، چې په تېر تاریخ کې ښودل شوي، هر کله چې د سولې مالکیت له افغانانو اخستل شوې نو هغه سوله پر یوې بلې خونړۍ جګړې بدله شوې ده.

نوموړي د سولې په برخه کې د دولت، سیاسیونو، ولسونو او ځوانانو پر یو موټي کېدو ځکه ټینګار وکړ، چې په وینا یې د سولې په تړاو پاشلې غوندې نه یوازې له سولې سره مرسته نه شي کولی، بلکې دښمن ترې نوره ګټه اخلي.

د ملي امنیت شورا سلاکار د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر ځوانانو غږ وکړ، چې سره یو موټی شي په هېواد کې د سولې، او پر خپلو پښو درېدو لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي او یو نوی فکري انقلاب راولي، ځکه په خبره یې دا ۴۰ کلن بحران له ځوانانو پرته بل څوک نه شي حل کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي