۰
حکمتیار:

لویه مشورتي جرګه ستونزه نه شي حل کولی، بهرني ځواکونه د ووځي

پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي د سولې په اړه لویه مشورتي جرګه ستونزې نه شي حل کولای او په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره اړینه ده، چې بهرني ځواکونه د يو معقول مهالوېش له مخې ووځي.
لویه مشورتي جرګه ستونزه نه شي حل کولی، بهرني ځواکونه د ووځي
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي د سولې په اړه لویه مشورتي جرګه ستونزې نه شي حل کولای او په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره اړینه ده، چې بهرني ځواکونه د يو معقول مهالوېش له مخې ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن پنشنبې د کب ۲ مه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې بهرني ځواکونه دې د یوه مهال وېش له مخې افغانستان پرېږدي او داسې یو حکومت دې رامنځ ته شي، چې تولو ته منلو وړ وړي.

راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته ولاړ حکمتیار وايي په افغانستان کې ۴۰ کلن بحران ته بهرني ځواکونه، په بهرنیو پورې تړلې ډلې او تحمیلي او لاس پوځي حکومتونه نه شي کولی د پای ټکی کېږدي.

ده زیاته کړه، په افغانستان کې د جګړې د دوام دوه اصلي لاملونه هم یو د بهرنیو ځواکونو شتون او بل لاسپوڅي حکومتونه دي او په وینا یې تر چې یو ټولو ته منلی حکومت نه وي رامنځ ته شوی دغه جګړه به پای ونه مومي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې له تړون وړاندې باید د افغانستان سیاسیون په پورتنیو دوه عواملو کې سره توافق ته ورسېږي او د یوې داسې حکومت رامنځ ته کېدو ته زمینه برابره کړي، چې په هېڅ لوري پورې تړلی نه وي.

حکمتیار ټینګار وکړ تر چې افغانان نه وي پرېښودل شوي، چې د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کړي تر هغې پورې به په افغانستان او سیمه کې جګړه روانه وي.

نوموړي د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه زیاته کړه، تر څو یوه ځواکومنه او واک لرونکې مرجع باندې توافق ونه شي، مشورتي بورډونه او لویه مشورتي جرګه ستونزې نه شي حل کولی، بلکې نورې به یې هم زیاتې کړي.

د اسلامي حزب مشر وايي، که چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، طالبان هم باید د جګړې په پای ته رسولو، اوږدمهالي اوربند، د ټاکنو پر ترسره کېدو او د یوې ټولو ته منلي حکومت په رامنځ ته کولو موافقه وکړي، که نه همداسې به د نورو د لاس آله وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي