۰

د پاکستان د نه همکارۍ له امله ملا برادر د قطر په خبرو کې برخه نشي اخیستی

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه، ملاعبدالغني برادر د طالب پلاوی او امریکا تر منځ د قطر خبرو کې برخه واخلي خو طالبانو ویلي، چې ملا برارد په دغه ناسته کې برخه نه لري.
د پاکستان د نه همکارۍ له امله ملا برادر د قطر په خبرو کې برخه نشي اخیستی
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه، ملاعبدالغني برادر د طالب پلاوی او امریکا تر منځ د قطر خبرو کې برخه واخلي خو طالبانو ویلي، چې ملا برارد په دغه ناسته کې برخه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دوه اوونۍ وړاندې په یوه رسمي خبرپاڼه کې د هغه ۱۴ تنو طالب مشرانو نوملړ خپور کړ، چې ټاکل شوې په د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۵ مه په قطر کې د خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

په دغه نوملړ کې د طالبانو د تحریک د موسس د مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې څه موده وړاندې د پاکستان له زندانه خوشی شوی او د قطر دفتر د رییس په توګه ټاکل شوی وو نوم هم و.

خو اوس طالبان وايي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره به د دوی په راتلونکو خبرو کې ملا عبدالغني برادر برخه نه لري.

دا چې ملا عبدالغني برادر ولې په دې خبرو کې برخه نه شي اخیستی، ځینو طالب سرچینو ویلي، د پاکستان د نه همکارۍ له امله ملا برادر په دغه خبرو کې برخه نه شي اخیستی.

طالب سرچینو ویلي، ملابرادر د اسنادو د نه لرلو له کبله قطر ته سفر نه شي کولی، خو ځینې سرچینې وايي، ملابرادر ته پاکستان د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د امریکايي پلاوي سره د قطر په خبرو کې د ملا برادر د نه ګډون خبر پر داسې مهال ورکول، کېږي، د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دي.

شنوونکي وايي، ملا برادر ته د سفر اجازه نه ورکول له همدې موضوع سره تړي، ځکه څو ورځې وړاندې کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصر الله او دغه راز د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور تازه ویلي، چې که هند پر پاکستان برید وکړي، نو د افغان سولې خبرو باندې به هم منفي اغېز وکړي.

د شنوونکو په باور دا چې اوس د پاکستان او هند تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی، نو پاکستان د افغان سولې په لار کې بیا خنډونه راولاړوي چې یو یې هم همدا ملا برارد ته د قطر په خبرو کې د ګډون اجازه نه ورکول دي.

خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا برادر به هغه مهال د قطر په خبرو کې ګډون وکړي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم دغه خبرو ته ورشي.

طالبانو ویلي، چې د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.
خو د ملا برادر د نه ګډون په اړه له وړاندې هم دا راپورونه و، چې هغه څو موده وړاندې یو ځل بیا د پاکستان له خوا په کور کې نظر بند شوی دی.

هغه مهال دا هم ویل شوي و، چې د قطر په خبرو د ملابرادر د ګډون او نه ګډون په اړه ان د طالب مشرانو تر منځ اختلافات هم رامنځ ته شوي، خو طالبانو وروسته دا خبره رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي