دانش:

حکومت د ښه نیت ښودلو په پار کولی شي ځینې طالب زندانیان خوشي کړي

4 حوت 1397 ساعت 9:38

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان حکومت د سولې لپاره د ښه نیت ښودلو په پار کولی شي، ځینې طالب زندانیان له بنده خوشي کړي.


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان حکومت د سولې لپاره د ښه نیت ښودلو په پار کولی شي، ځینې طالب زندانیان له بنده خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چې تېره ورځ جمعه د کب ۳ مه یې کابل کې د مدني ټولنې استازو سره یوه غونډه کې خبرې کولې د سولې خبرو د کړنلارې په اړه و ویل، چې سوله هېڅ کله او په هېڅ صورت د یوه اړخیزه امتیاز په مانا نه دی.

هغه زیاته کړه، چې طالبان باید پرته له وړاندې شرطه اوربند ومني او حکومت هم باید له قید شرط پرته د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل«حکومت د ښه نیت ښودلو په پار کولی شي یو شمېر طالب زندانیان خوشي او د ځینو نومونه یې د بندیزونو له تور نوملړه وباسي.»

د ولسمشر د دوهم مرستیال په وینا د دغه لومړنیو پړاونو له طی کولو وروسته کېدای شي، په سیاسي قدرت کې د طالبانو د ګډون پر سر خبرې دوام وکړي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره ټولې هڅې باید منسجمې او د افغان حکومت په محوریت تر سره شي که نه مخالفین او د هغوی بهرني ملاتړي به له دغه پاشل شویو هڅو د ځان په ګټه کار واخلي.

د ولسمشر دوهم مرستیال دا خبرې پر داسې کوي، چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته (د فبروری ۲۵مه) امریکايي او طالب استازي په قطر کې پر افغان سولې سره جرګه شي.

ځینې سرچینې وايي، په دغه ناسته کې به لومړی د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو خبرې اترې وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com