سیمه ییز چارواکي وايي، نورستان کې د ورستیو درنو اورښتونو له امله خلکو ته ځاي او مالي زیانونه اوښتي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي د زیاتو واورو ورېدو له امله ځینو ولسوالیو ته غځېدلې لارې هم تړل شوي دي.
د هغه په وینا د زیاتو واورو ورېدو یو کور هم چپه کړی، چې په کې یوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې خلکو ته د ځاني زیان تر څنګ مالي زیان هم اوښتی، څاروي یې تلف شوي او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوې او د اوبو پنځه بندونه نړېدلي دي.
هغه د برګ کوچونو د راتګ له امله هم خبرداری ورکړ، چې ښايي نور زیان هم واړوي.
د والي په وینا د دوی د لارو د خلاصېدو کارونه پیل کړي او ډېر ژر به د لارو په خلاصېدو سره د خلکو د خوراکي توکو ستونزې کمې شي.
باید و ویل شي، چې وروستیو واورو نه یوازې په نورستان بلکې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دی.
جمهورخبري آژانس:نورستان