۰

چین د افغانستان د ستونزې حل ته کاري یوه ډله جوړوي

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
چین وايي، په افغانستان کې د سولې ثبات او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د شانګهاری د اړیکو او همکارۍ سازمان یوه ډله جوړوي.
چین د افغانستان د ستونزې حل ته کاري یوه ډله جوړوي
چین وايي، په افغانستان کې د سولې ثبات او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د شانګهاری د اړیکو او همکارۍ سازمان یوه ډله جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل قرغزستاني سیال چنګېزآیدار بکوف سره په کتنه کې کړې دي.

وانګ يي او چنګېز آیدار بکوف پرون جمعه د فبروری ۲۲ مه بجنګ کې سره لیدلي او پر افغان سوله او د سیمې پر حالاتو یې خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې لپاره د امریکا له هڅو سره د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د شانګهای د اړیکو او همکارۍ سازمان یو ډله جوړوي.

هغه زیاته کړې« موږ د شانګهای د اړیکو او همکارۍ سازمان د افغانستان لپاره یوه ډله جوړو تر څو د افغانستان د داخلي سیاسي مسایلو په حل کې مهم رول ولوبوو.»

که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، دا ډله به د افغانستان د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

چین د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د شانګهاری د اړیکو او همکارۍ سازمان د ډلې جوړولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې تر دې وړاندې جرمني هم ویلي و هڅه کوي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو کې مرسته وکړي او زمینه ورته برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي