۰

امریکا د ملګرو ملتونو لپاره نوې سفیره وټاکله

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۰
د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر ډونالډ ټرمپ په کاناډا کې خپله سفیره کیلي نایټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ټاکلې ده.
امریکا د ملګرو ملتونو لپاره نوې سفیره وټاکله
د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر ډونالډ ټرمپ په کاناډا کې خپله سفیره کیلي نایټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ټاکلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مېرمن نایټ د ګمارل کېدو خبر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه ورکړی دی.

نوموړي ليکلي، کیلي‌ د هېواد غوره استازیتوب کړی دی، او دی باوري دی چې نوموړې به په لوړه کچه هم ددې هېواد ښه استازولي وکړي.

باید و ویل شي، چې کیلي تر دې وړاندې په کاناډا کې د امریکا سفیره وه او تر نوموړې وړاندې نیکې هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازيتوب کاوه.

هغه د ټرمپ د ادارې مهمه غړې بلل کېده او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده پیل کړې وه.

نیکي هیلي، د تېر کال د اکتوبر پر نهمه یې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي