۰

د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۱
د کابل – کندهار لویه لار چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ځاي خلکو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه
د کابل – کندهار لویه لار چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ځاي خلکو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقر ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې دغه لار ځکه د ترافیکو پر مخ تړلې وه، چې له حکومته یې غوښتل دغه ولسوالي په ولایت بدله کړي.

اعتراض کوونکو دغه لار وروسته له هغې بنده کړه، چې د راپورونو پر اساس افغان حکومت غواړي د غزني د جاغوریو ولسوالۍ په ګډون پنځه ولسوالۍ په ولایتونو تبدیل کړي.

د مقر خلک وايي، د دوی ولسوالۍ هم د ولایت له پاره ټول شرایط پوره کړي او افغان ولسمشر باید د مقر ولسوالۍ په ولایت د بدلېدو اعلان وکړي.

په همدې موخه مقریانو له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه او موټرو ته یې د تګ اجازه نه ورکوله، چې له امله یې د لویې لارې مسافر او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ و.

په مقر کې د لارو تړلو له امله کابل کې یو شمېر سوداګرو او مسافربري شرکتونو هم لاریون وکړ او ویې ویل، چې د لارې د تړل کېدو له امله دوی ته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

خو تر دې څو ورځو بندېدو وروسته نن شنبې د کب ۴ مه دغه لار د یو شمېر موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم وايي، معترضینو له یوې اوونۍ وروسته نن دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړې ده.

د والي ویاند زیاتوي، چې دغه ستونزه له حکومتي مشرانو سره شریکه شوې او هغوی به یې ژر په اړه پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې اعتراض کوونکي وايي لار یې یوازې د سپرلیو، مېو او سبزیو د موټرو پر مخ خلاصه کړې او نوره بنده ده او اعتراض لا هم دوام لري.

اعتراض کوونکي، زیاتوی دوی به تر هغې خپل اعتراض ته دوام ورکړی تر چې حکومت په دې اړه ورته قناعت کوونکی ځواب نه وي ورکړی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي