۰

کورنیو چارو وزارت سر له سبا د ټولو جنایت کارانو پر وړاندې اقدام کوي

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، سر له سبا په د ټولو هغه کسانو پر وړاندې چې به بېلا بېلو جنایتونو تورن او یا هم په کې لاس لري عملي اقدامات پیل کړي.
کورنیو چارو وزارت سر له سبا د ټولو جنایت کارانو پر وړاندې اقدام کوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، سر له سبا په د ټولو هغه کسانو پر وړاندې چې به بېلا بېلو جنایتونو تورن او یا هم په کې لاس لري عملي اقدامات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبره د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي نن شنبې د کب ۴ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې کورنیو چارو وزیر خپلو اړونده ادارو ته دنده سپارلې، چې سر له سبا (یکشنبې د کب ۵مه) کابل کې د ټولو جنایت کارانو او هغه کسانو چې عامه نظم اخلالوي خپل کمپاین پیل کړي.

رحیمي و ویل«دا د کورنیو چارو وزیر امر دی، چې سر له سبا به په کابل کې د ټولو قاتلینو، جنایتکارانو، اختطاف چیانو، زورواکو، غلو، هغه کسانو چې عامه نظم اخلالوي او تورو ښيښو په اړه کمپاین پیل او عملي اقدامات به ترسره کړي.»

د هغه په وینا د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندارابي کابل امنیه قوماندانۍ او نورو ټولو اړونده امنیتي ادارو ته دنده سپارې او امر یې کړی، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې په جدیت سره کار پیل او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

نوموړی وايي، د کورنیو چارو وزیر دغه امر د او پولیسو د اقداماتو پیل هغه غوښتنه ده، چې ولس یې کوي او پولیس به هم د ولس غوښتنو پوره کولو لپاره خپل ټول توان په کار واچوي.

باید و ویل شي، چې کورنیو چارو وزارت وړاندې هم د ځينو جنایتکارانو نوملړ خپور او پر وړاندې یې یو څه اقدامات تر سره کړل، چې د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د خواله رسنیو زیاتره کارکوونکو ویلي، چې وزارت دې د ټولو جنایت کارانو پر وړاندې اقدامات وکړي او ولس د پولیسو تر څنګ ولاړ دی.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګڼې د کندهار ولایت معارف ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

نوموړي و ویل، چې په دې اړه په خواله رسنیو خپاره شوي معلومات افواهات دي او هېڅ حقیقت نه لري.

وړاندې تر دې وسله والو طالبانو ویلي و، چې له اوږدې کلابندۍ وروسته یې د کندهار معروف ولسوالي په بشپړه توګه تر خبل کنټرول لاندې راوستې.

خو د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان ویلي، ولسوالۍ طالبانو نه ده نیولې، بلکې دوی یې مرکز له یوه ځایه بل ځای ته لېږدولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي