۰

هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، دغه چاڼیز عملیات تېره ورځ جمعه د کب درېیمه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات چې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي و هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې شبږ وسله وال طالبان وژل شوي، یوویشت نور ټپیان او د وسلو او مهماتو سره سره یې دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې لا هم چاڼیز عملیات دوام لري او ګڼ کلي له طالبانو پاک شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي