۰

افغانستان په کرکټ کې درې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې سره په یوه لوبه کې درې نړیوال ریکارډونه جوړ او له ایرلنډ څخه یې لوبه وګټله.
افغانستان په کرکټ کې درې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې سره په یوه لوبه کې درې نړیوال ریکارډونه جوړ او له ایرلنډ څخه یې لوبه وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون پرون یکشنبې ماښام مهال د هند په راجیف ګاندهي لوبغاړي کې تر سره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډل مشر وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ لوبډلې ته ۲۷۹ هدف وټاکه.

د لوبې د پیل لپاره حضرت الله ځاځی او عثمان غني راکوز شول، چې خوندوره لوبه یې وکړ او په نړیواله کچه یې یو تر ټولو زیات پارټنرشیف جوړ او نړیوال ریکاډ یې جوړ کړ.

دوی دواړو ۲۲۴ پارټنرشیف وکړ، چې دا په نړیواله کچه یو ریکارډ دی.

د افغان لوبډلې دوهم نړیوال ریکارډ دا و، چې تر اوسه پورې په هېڅ شل اوریزه لوبه کې کومې لوبډلې ۲۷۹ هدف نه و ورکړی خو افغانستان دا ریکارډ ټینګ کړ.

تر دې وړاندې هم دغه ریکارډ له استرالیا سره و، چې ۲۶۳ هدف یې ورکړی و.

د افغانستان بل ریکارډ چې حضرت ځاځي جوړ هغه دا و، چې نوموړي په یوه لوبه کې ۱۶ شپږې ووهلې چې دا هم یو نړیوال ریکارډ دی.

حضرت الله ځاځي په دغه لوبه کې ۱۶۸ منډې وکړې او پایه ونه سوځېده، خو عثمان غني بیا په ۷۳ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

حضرت د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې شلو اورونو کې دومره رنزونه کوي او تر ده وړاندې ‌د آسترالیا فینچ ١٧٥ کړي.

باید و ویل شي، چې د دغه لوبې په ګټلو سره افغانستان له ایرلنډ څخه د شل اوریزه لوبو لړۍ وګټله، خو د پنځوس اوریزه او ټسټ لوبې لړۍ یې لا پاتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي