۰

چین او امریکا خپل منځي اړیکې ښې کوي

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
راپورونه وايي، چین او امریکا هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه او اقتصادي اړیکې ښې کړي.
چین او امریکا خپل منځي اړیکې ښې کوي
راپورونه وايي، چین او امریکا هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه او اقتصادي اړیکې ښې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د چین یو لوړ پوړی دیپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی.

دوی به له امریکايي لوري سره د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره جدي خبرې پیل کړي.

په ورته وخت امریکايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې رامنځ ته شوې ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل شي.

دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر بلې لیدنې خبرې وکړي او په هغه کې به یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او چین ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په سوداګریزه برخه کې ستونزې راولاړې شوې وي چې اوس یې دواړه لوري حل جدي ښکاري.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي