۰

ولسمشر غني نیمروز ولایت ته ورسېد

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چابهار بندر په لور د افغانستان د لومړنۍ صادراتي محمولې د حرکت کولو په مراسمو کې د ګډون په موخه نیمروز ولایت ته ورسېده.
ولسمشر غني نیمروز ولایت ته ورسېد
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چابهار بندر په لور د افغانستان د لومړنۍ صادراتي محمولې د حرکت کولو په مراسمو کې د ګډون په موخه نیمروز ولایت ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یکشنبې د کب پنځمه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته رسېدلی او هلته به د له افغانستان د چابهار بندر له لارې هند ته د افغاني توکو د صادراتو لړۍ په رسمي ډول پیل کړي.

ارګ وايي، د دغه سفر په لړ کې د نیمروز ولایت له مشرانو او متنفذینو، علماو، ځوانانو، ښځو او سوداګرو سره هم وګوري او پر بېلا بېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې په افغاني توکو بار لارۍ به  نن یکشنبې د کب ۵ مه د ولسمشرغني په شتون کې له دې لارې هند ته روانې شي او افغاني توکي به هلته ورسوي.

ویل کېږي، چې د توکو دغه محموله به د کب تر ۷ پورې چابهار بندر ته ورسېږي، چې د لېږد مراسم به یې له رسېدو وروسته تر سره شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکي، چابهار د افغانستان د تجارت او ترانیزټ لپاره یوه بله لار به نن د لومړیو صداراتي توکو په لطږد سره د ابرشم له پله څخه دغه بندر ته ورسېږي، د ولسمشر غني سیمه ییز سیاست په سیمه ییزه همکارۍ کې عیني او عملي بڼه لري.

هغه ویلي، ټاپي، ټوټاپ، د لاجورد او چابهار لارې افغانستان د وصل په تکي بدل کړی دی.

د مرتضوي په وینا افغانستان نور یوازې د پاکستان پر لار نه دی تړلی بلکې د افغانستان لپاره ګڼې لارې، د ریل پټلۍ، هوايي کرېدورونه او لوی فرصتونه رامنخ ته شوي چې ورسره سږ کال د هېواد عایدات تر یو میلیارد ډالر پورې رسدلي، چې تر راتلونکي کال پورې به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

نوموړی وايي، هغه عملي اقدامات چې د هېواد د اقتصادي بساینې لپاره په وروستیو څو کلونو کې اخستل شوي د افغانستان په تاریخ کې بې ساري دي، چې د هرې ورځې به تېروېدو د لاپراختیا په حال کې دي.

باید و ویل شي، چې د چابهار بندر تړون په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ به تهران کې لاسلیک شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي