کورنیو چارو وزارت وايي، له درنو جرمنو سره د مبارزې ریاست منسوبینو د عامې روغتیا وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور لاس په لاس نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس پرون شنبې د کب ۴ مه پلازمېنه کابل کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، نیول شوی کس چې شهرام نومېږي، د عامې روغتیا وزارت کارکوونکی دی د کابل په شپږمه ناحیه کې نیول شوی دی.
به خبرپاڼه کې ویل شوي، شهرام له یوه تن څخه چې غوښتل یې د عامې روغتیا د فارمسي ریاست کې ګډون وګړي ۴۰۰ زره افغانۍ رشوت اخیست چې د پولیسو له خوا ونیول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل