۰

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویتنام ته روان شو

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه د ویتنام په لور خوځېدلی دی.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویتنام ته روان شو
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه د ویتنام په لور خوځېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اون پرون ویتنام ته روان شوی او هلته به د راتلونکې چهار او پنشنبې په ورځو امریکا له ولسمشر ټرمپ سره له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې خبرې وکړي.

هغه رېلګاډى چې دغه کسان يې لېږدول، پرون شنبه د چين سرحدي ښار دان دونګ ته ورسېد او بيا یې ناوخته د ويټنام پر لوري حرکت وکړ.

د شمالي کوريا دولتي اژانس وايي، د دغه هېواد مشر مرکچي کيم يونګ چال هم د شمالي کوريا د رهبر له خور کيم يو جونګ سره په دې سفر کې ملګرى دى.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي