د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، د اسلامي تعلیماتو په برخه کې ۱.۹ میلیونه دیني کتابونه تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې چاپ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کتابونو د چاپ اعلان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي نن یکشنبې د کب ۵ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال وکړې.
نوموړي و ویل، دغه ۱.۹ میلیونه کتابونه، چې په ۱۰۷ بېلابېلو عنوانونو چاپېږي ۱۷۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټول به د هېواد د ننه چاپ شي.
دی وایي، د دغه درسي کتابونو منځپانګه به د پوهنې وزارت د یوه عملي پلاوي له خوا چمتو او په چاپ سره به یې د دیني مدرسو د نظاب د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
د پوهنې سرپرست وزیر و ویل، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۲ سوه دیني مدرسې راجستر شوې، چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو له دې ها خوا یو شمېر نور نا راجستر شوې مدرسې هم شته دي.
ده و ویل، چې په تول کې دیني مدرسې ۱۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري خو د بودجې د کمښت له امله نه شي کولی ټول په یوه وار چاپ کړي، بلکې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو مرستو ته اړتیا ده.
بلخي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ادعا کېږي په ځینو دیني مدرسو کې وسله والې ډلې فعالې دي، د ځینو مدرسو د ښوونکو معاشونه د بهرنیو هېوادونو له خوا ورکول کېږي او ځوانان په کې جګړې ته هڅول کېږي.
د پوهنې سرپرست وزیر دغه ادعا نه رد او نه هم تایید کړهو خو وايي، ویل هڅه کوي، د دیني کتابونو په چاپ او ښوونکو ته په وخت معاش ورکړې سره د بهرنیو هېوادونو د نفوذ مخ ونیسي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش