د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ پنځم پړاو خبرې نن پیلېږي

6 حوت 1397 ساعت 8:11

ټاکل شوې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالب استازو تر منځ پر افغان سوله د خبرو پنځم پړاو نن دوشنبې د کب ۶ مه په دوحه کې پیل شي.


ټاکل شوې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالب استازو تر منځ پر افغان سوله د خبرو پنځم پړاو نن دوشنبې د کب ۶ مه په دوحه کې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي پلاوی له وړاندې قطر ته رسېدلی او د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر هم پرون له پاکستانه په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته رسېدلی دی.

طالبانو تایید کړه، چې ملا برارد قطر ته رسېدلی خو دا یې نه ویلي، چې ملا برادر به په دې خبرو کې ګډون وکړي که نه، ولې ګمان کېږي، چې ګډون به په کې وکړي ځکه امریکا په تېرو خبرو کې له طالبانو غوښتي وو، چې بل ځل خبرو ته له واک سره او باصلاحیته کسان ورسره راولي.

د طالبانو په مرکچي پلاوی کې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي ضیاالرحمان متفي، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمد نبي عمري او ملا عبدالحق وثیق شمال دي، خو انس حقاني لا هم د افغانستان د ملي امنیت په زندان کې دی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به نن د قطر په غونډه کې پر دوه موضوعاتو چې یو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او بل د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو خبرې وکړي.

دغه راز کېدای شي په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د طالب مشرانو پر ایستلو هم خبرې وشي.

خو افغان حکومت او امریکا تمه لري، چې په دې ناسته کې به د اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو هم بحث وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي وړاندې ویلي و، چې ښايي د امریکا او طالبانو په راتلونکې ناسته کې، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو، له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو او اوربند پرېکنده خبرې وشي.

تر اوسه معلومه ده، چې د امریکايي پلاوی او طالب استازو دغه ناسته به څو ورځې دوام وکړي او کومې پایلې ته به ورسېږي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 113814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com