۰
د پاکستان پخوانی ولسمشر:

هند په خپلو اټومي بمونو پاکستان ختمولی شي

دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ویلي پاکستان ته نه ده په کار چې له هند سره ډغرې و وهي او پر وړاندې یې د تشدد او جګړې لار خپله کړي.
هند په خپلو اټومي بمونو پاکستان ختمولی شي
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ویلي پاکستان ته نه ده په کار چې له هند سره ډغرې و وهي او پر وړاندې یې د تشدد او جګړې لار خپله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرف ویلي دا سیمه ده، چې پاکستان یو اټومي ځواک دی، خو په وینا یې هند هم تر چا کم نه دی او د هر ډول برید توان لري.

که ټینګار کړی که پاکستان هند تحریک کړي یا پرې برید وکړي، نو هند د خپلو ۲۰ اټومي بمونو څخه په یوه بم ټول پاکستان له منځه یوسي او خاورو سره یې خاورې کړي.

د پاکستان دغه پخوانی ولسمشر یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په هندي کشمیر کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې خورا کړکچنې شوې دي.

هند له پاکستان د غچ اخیستنې ګواښ کړی خو پاکستان ویلي که هند پرې هر ډول برید وکړي دوی به یې هم ځواب ورکړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې خپل پاکستاني سیال عمران خان ته ویلي، که پښتون وي او د پټان زوی وي، نو پر خپلې پخوانی خبرې دې ودرېږي.

ښاغلي مودي زیاته کړې عمران خان ورسره ژمنه کړې وه، چې دی به په سیمه کې د امنیت په راتګ کې همکاري کوي.

دی وايي، عمران خان ورسره په تلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې دی د یوه پښتون زوی دی نو پر خپله خبره به درېږي.

هغه عمران خان ته په خطاب کې پخپله وینا کې ویلي، که پښتون یې او رښتیا د پټان زوی یې نو پر خپله خبره ودرېږه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا په ځواب کې ویلي، هند دې همکاري وکړي او دوی ته دې معلومات ورکړي نور هر څه چې په پاکستان پورې اړه ولري دوی مرستې ته تیار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي