د تورخم ښاروالۍ یو مدیر وژل شوی دی

6 حوت 1397 ساعت 10:39

سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم د ښاروالۍ دوه مدیرانو ته د نا پېژانده وسله والو کسانو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم د ښاروالۍ دوه مدیرانو ته د نا پېژانده وسله والو کسانو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د کب ۵مه) په تورخم ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ښاروالۍ د املاکو او جوازونو مدیران له ډوډۍ خوړلو وروسته خپلې کوټې ته تللي، خو نامعلومه وسله والو پرې د بې غږه تومانچې ډزې کړې دي.

دی زیاتوي، چې په دغه برید کې د ښاروالۍ د جوازونو مدیر وژل شوی او د املاکو مدیر بیا ټپي شوی دی.

خوږیاني ویلي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه داخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 113827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com