۰

سوریې، عراق ته کابو ۳۰۰ داعش زندانیان سپارلي دي

دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
راپورونه وایي، د سوريې دموکراتیک ځواک چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، تر ۳۰۰ پورې داعش زندانیان، چې د عراق تابعیت لري، بغداد ته سپارلي دي.
سوریې، عراق ته کابو ۳۰۰ داعش زندانیان سپارلي دي
راپورونه وایي، د سوريې دموکراتیک ځواک چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، تر ۳۰۰ پورې داعش زندانیان، چې د عراق تابعیت لري، بغداد ته سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق حکومت هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یط دي دغه زندانیان د هغو سلګونو داعشیانو له ډلې دي، چې له کرد وسله والو سره بندي دي.

د عراق حکومت ویلي له کرد وسله والو سره د د عراقي داعشیانو تر ۵۰۰ پورې بندیان شتون لري، چې د تېرې پنشنبې په ورځ یې له ډلې ۱۳۰ تنه بغداد ته وسپارل.

باید و ویل شي، چې د سوريې د کُردانو د ډموکراتیک اتحاد ځواک د امریکايي ځواکونو په ملاتړ له ډېرو سیمو داعشیان پر شا تمبولي دي او د دې ډلې ګڼ‌شمېر وسله‌وال‌يې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي