بنګله دېش کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د تښتولو هڅه شنډه شوه

6 حوت 1397 ساعت 13:39

بنګله دېش کې یو تن چې غوښتل یې یوه مسافر وړونکې الوتکه برمته او وتښتوي، د دغه هېواد د کمانډو ځواکونو له خوا وژل شوی دی.


بنګله دېش کې یو تن چې غوښتل یې یوه مسافر وړونکې الوتکه برمته او وتښتوي، د دغه هېواد د کمانډو ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي په دغه الوتکه کې ۱۵۰ تنه سپاره او پرون له دبۍ د بنګله دېښ پلازمنې ډاکې ته روانه وه، خو برمته کوونکي په چټاکانګ ښار کې بېړنۍ ناستې ته اړ کړه.

د پېښې سره سم د بنګله دېش کمانډو ځواکونو برمته کوونکی، چې ویل کېږي ۲۵ کلن دی په ډزو وژلی دی دی.

پولیسو ویلي د وژل شوي کس خوا کې موندل شوی ټوپک اصلي نه و او د بنګله دېش د هوایي چلند د ادارې مشر بیا ویلي چې مشکوک برمته کوونکي ظاهراً رواني ستونزه لرله.

خو د الوتکې تر بېړنۍ ناستې وروسته برمته کوونکي ویلي له دې کار څخه یې موخه د لومړۍ وزیرې شیخ حسنیې سره لیدل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113835

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113835/

جمهور
  https://www.jomhornews.com