افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان سفیر حسین اوني بُتساني سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر نن دوشنبې د کب ۶ مه حسین اوني بُتساني سره لیدلي دي.
د ارګ په خبرپانه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي حسین اوني بُتساني وویل، د اسلامي همکاریو سازمان په دې برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ولسمشر غني له حسین اوني بُتساني څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د علماو د بین المللي کنفرانس د بریالي ترسره کېدوقدرداني وکړه او وې ویل، یاد کنفرانس مثبتې اغېزې او پایلې لرلې.
ښاغلي غني ویلي هیله لري، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد خپلو ارزښتناکو بحثونو ته ادامه ورکړي، تر څو د ترهګرۍ او افراطیت له اړخه نړۍ ته متوجه تهدید دفعه او له منځه لاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل