۰

خلیلزاد په لومړي ځل له ملا عبدالغني برادر سره ولیدل

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي په لومړي ځل د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.
خلیلزاد په لومړي ځل له ملا عبدالغني برادر سره ولیدل
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي په لومړي ځل د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او ملابرادر لیدنه د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر خبرو په درشل کې پرون دوشنبې د کب ۶ مه تر سره شوې ده.

پرون د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی او د عباس ستانکزي په مشرۍ طالب پلاوی په قطر کې د افغان سولې په اړه سره جرګه شول.

ویل کېږي، چې پرون د پېژندنې او مېلمستیا غونډه وه، چې د قطر د چارواکو له خوا جوړه شوې وه، خو نن به دواړه لوري خبرې پیل کړي.

خلیلزاد پرون او ملا عبدالغني برادر وړمه ورځ قطر ته د دغه خبرو لپاره رسېدلي و، چې تر رسېدو وروسته ښاغلي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، دا ځل د طالبانو له یوه واک لرونکي پلاوی سره مخ دی او جدي خبرې به پیل شي.

تر دې وروسته خلیلزاد په یوه بل ټوېټ کې ویلي« تازه مې له ملابرادر او د هغه له ټیم سره کاري غرمنۍ پای ته ورسوله، دا لومړی ځل دی چې موږ سره ګورو. اوس د خبرو خوا ته ځو.»

ویل کېږي نن به د امریکايي او طلب پلاویو تر منځ اصلي خبرې د ملا عبدالغني برادر په شتون کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي