۰

هندي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر یوه مرکز بمبار کړی

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
راپورونه وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر یوه پټنځای بمبار کړی او په بشپړه توګه یې له منځه وړی دی.
هندي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر یوه مرکز بمبار کړی
راپورونه وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر یوه پټنځای بمبار کړی او په بشپړه توګه یې له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د هند پوځ پر دغه مرکز چې د پاکستان تر کنټرول لانې کشمیر د مظفر آباد په سیمه کې دی زر کیلويي بم غورځولی دی او په دغه برید کې تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي.

هند حکومت ادعا کوي چې په یاد مرکز کې د پاکستان د ګڼو ترهګرو ډلو وسله وال روزل کېدل او بیا یې په کشمیر کې جګړه کوله.

ویل کېږي د هند هوايي ځواک معراج ۲۰۰۰ الوتکې د له پاکستان سره پر پوله د ترهګرو پر دغه برید کړی دی.

د پاکستان پوځ هم تایید کړې، چې د هند یوه پوځي الوتکه تر کنټرول لاین د دوی خاورې ته اوښتې خو د پاکستان د پوځ پر وخت اقدام بېرته ګرځېدو ته اړ کړې ده.

باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې په هندي کشمېر کې پر هندي ځواکونو خونړی ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې د هند ۴۴ سرتېري و وژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله او دغه هېواد ته یې د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تر دغه برید وروسته ویلي و، چې نور د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کېدلی او د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي