۰
ضمیر کابلوف:

امریکا او نور هېوادونه باید د افغان حکومت او افغانستان ملاتړ وکړي

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا دې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي خو اړینه ده، چې له نورو هېوادونو سره یو ځای د افغان حکومت او دغه هېواد ملاتړ وکړي.
امریکا او نور هېوادونه باید د افغان حکومت او افغانستان ملاتړ وکړي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا دې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي خو اړینه ده، چې له نورو هېوادونو سره یو ځای د افغان حکومت او دغه هېواد ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه دې په مسوولانه ډول له افغانستانه ووځي.

د هغه په وینا مسوولانه په دې مانا، چې تر وتلو وروسته دې له افغانستان سره د بیاجوړونې او پرمختګ په برخه کې همکاري او مرستې ډېري کړي.

هغه دا ویلي، ځینې په دې باور دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې تشه رامنځ ته شي، خو دی وايي، داسې نه ده، خلا به یوازې په هغو اډو کې رامنځ ته کېږي، چې بهرني ځواکونه په کې مېشت دي.

کابلوف ټینګار کړي، چې اوس د دې وخت دی، چې امریکا او نور هېوادنه د افغانستان او افغان حکومت ملاړ وکړي او بیا ورته شاه نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي