په خوست ولایت کې یوې نظامي محکمې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوه قوماندانان په ګډون ۲۶ تنه افسران محاکمه او یو شمېر یې په بند محکوم کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کسان د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند د ولایت ولایت د لومړۍ پلې لوا د پېښې په تړاو په بند محکوم شوي دي.
باید وویل شي، چې کابو درې میاشتې وړاندې د خوست ښایسته لوا په جومات جامع جومات کې د جمهې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی و، چې په کې ۲۹ تنه سرتېری او افسران شهیدان او تر ۷۰ پورې نور ټپیان شوي وو.
تر دغه پېښې وروسته د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا جدي پلټنې پیل شول، چې په ترڅ کې یې پرون دوشنبې د کب ۶ مه 203 تندر قول د لومړۍ پلې لوا قوماندانان او ۲۵ افسران په بند محکوم شول.
نظامي محکمې د یادې لوا قوماندان برید جنرال خلیل الله خلیل او د ګارنېزیون قوماندان ته د وظیفوي غفلت له امله د پنځه ، پنځه کال بند سزار واوروله.
دغه راز د محکمې له خوا په بند محکوم شویو افسرانو څخه یو تنه ته ۳۰ او شپږو نورو ته ۲۵ ، ۲۵ کاله بند سزا ورکړه.
جمهورخبري آژانس:خوست