۰

کورنیو چارو وزارت بیا د مجرمینو نوملړ خپور کړ

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۳
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د یو شمېر هغه مجرمینو لېست خپور کړ، چې په بېلا بېلو جرمونو تورن او د یاد وزارت تر څار لاندې دي.
کورنیو چارو وزارت بیا د مجرمینو نوملړ خپور کړ
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د یو شمېر هغه مجرمینو لېست خپور کړ، چې په بېلا بېلو جرمونو تورن او د یاد وزارت تر څار لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شبنې د کب ۶ مه دغه نوملړ خپور کړی او له هېوادوالو یې د هغوی په نیولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي له قوله ویلي، چې د ترهګرو، جنایتکارو، لنډغرو، له قانونه تښتېدونکو، قانون ماتونکو، قاتلانو، غلو او د عامه نظم ګډوډونکو پر وړاندې مبارزه په چټکۍ روانه ده او په دې برخه کې به هېڅ ډول سلیقوي چلند ونه شي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، د هغه برنامو پر دوام چې وزارت له وړاندې د هغه مجرمینو په اړه چې عامه نظم اخلالوي او د قانون له منګولو آزاد ګرځي یو ځل بیا د یو شمېر مجرمو څېرو نوملړ خپروي.

په خبرپاڼه کې له ښاریانو او ولس څخه د دغه مجرمینو په نیولو کې د همکارۍ غوښتنه شوې او وايي، هغه کسان چې په دې اړه پولیسو ته معلومات ورکړي، هویت به یې پټ او مادي او معنوي مکافات به ورکړي.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې پولیس د مجرمینو د نیولو او پر هغوی د ډز کولو حق او واک لري.

باید و ویل شي، چې کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم کابل کې د لسګونو مجرمینو هویت پاش او د نیولو هڅې یې پیل کړې، چې د کابل ښاریانو او په ټول کې د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي