۰

حامد کرزي د قطر په خبرو کې د ملابرادر پر ګډون خوښي وښوده

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اړه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ غونډه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون خوښ او د هغې هرکلی یې وکړ.
حامد کرزي د قطر په خبرو کې د ملابرادر پر ګډون خوښي وښوده
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اړه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ غونډه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون خوښ او د هغې هرکلی یې وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، برادر د طالبانو د اسلامي تحریک له لومړنیو مشرانو څخه دی او په مذاکراتو کې يې ګډون اغیزمن او نېک کار دی.

ښاغلي کرزي هیله څرګنده کړې چې په هېواد کې روان کړکېچ ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي ترڅو په افغانستان کې سرتاسري او تل پاتې سوله قایمه شي او بالاخره دې ته زمینه برابره شي چې افغانان خپل هېواد په خپلو مټو جوړ او ودان کړي.

باید و ویل شي، چې په قطر کې همدا نن سه شنبې د کب ۷ مه پر افغان سوله د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ خبرې پیلېدونکې دي.

دواړو لورو پرون هم په یوه تعرفي ناسته کې هم ګډون کړی و، چې د قطر د چارواکو له خوا برابره شوې وه.

تر دغه غونډې وروسته د امریکا د مرکچي پلاوی مشر زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي و، چې په لومړي ځل یې له ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او د سویې په اړه به جدي خبرې پیل شي.

د پرون په غونډه کې ملا عبدالغني برارد هم ګډون درلود، خو دا چې د خبرو په نورو ناستو کې به ګډون ولري که نه په اړه یې تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي