۰
مالیې وزارت:

د معاشونو د لوړېدو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۵
د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه معلومات چې د معاشونو د لوړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي بې اساسه بللي دي.
د معاشونو د لوړېدو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي
د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه معلومات چې د معاشونو د لوړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي بې اساسه بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې ورځې راهیسې به خواله رسنیو داسې معلومات خپرېږي، چې ګڼې مالیې وزارت د دولتي مامورینو په معاشونو کې زیاتوالی راوستی دی.

خو یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه معلومات بې بنسټ او ګنګوسې دي او حکومت تر اوسه د معاشونو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

مالیې وزارت وايي، د معاشونو د لوړولو طرحه شته ده، خو حکومت تر دې دمه تایید کړې نه ده، نو معاشونه د پخواني طرز العمل له مخې وېشل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي