۰

پر پاکستان له برید وروسته د هند ۷ ښارونو کې د تیارسی امر شوی دی

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
هندي رسنۍ وايي، حکومت د ممبي او ډلي سربېره په پنخو نورو ښارونو کې هم د تیارسۍ امر کړی دی.
پر پاکستان له برید وروسته د هند ۷ ښارونو کې د تیارسی امر شوی دی
هندي رسنۍ وايي، حکومت د ممبي او ډلي سربېره په پنخو نورو ښارونو کې هم د تیارسۍ امر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټایمز اف انډیا ویلي حکومت ویلي دغه ښارونه دې تر راتلونکو ۷۲ ساعتونو پورې تیارسي وي، ځکه پاکستان ویلي، چې هغوی به هند ته ځواب ورکوي.

هندي چارواکو ویلي دغه امر د پاکستان د پوځ له خوا د مستقیم برید نه بلکې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو په ملاتړ د ترهګرو د برید له امله شوی دی.

هند د پاکستان د گواښونو نه وروسته د پنجاب، راجهستان او گجرات په ایالتونو کې دغه اقدامات کړی دی.

د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنگ د چارشنبې په ورځ یو بیړنۍ غونډه هم رابللې ده چې د برید د شنډولو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ترهګرو پر یوه مرکز د هند تر برید وروسته د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور ویلي هېواد به یې هند حیرانه کړي او هند دی اوس حملې ته انتظار وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي