ازبکستان کې چاودنې ۲۲ تنه ټپیان کړي دي

8 حوت 1397 ساعت 8:48

ازبکستان کې په یوه کېنیک کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.


ازبکستان کې په یوه کېنیک کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د کب ۷ مه د ازبکستان ختیځ ښار اندیجان کې شوې ده.

د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چاودنه یوه کلېنیک کې شوې، چې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، ښايي چاودنه د کېنیک د تودوخې په سیستم کې د فني خرابۍ له امله رامنځ ته شوې وي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com