۰

امریکا په افغانستان کې د سولې له ټنګښت وروسته پانګونه کوي

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونۍ چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې له ټنګښت وروسته به د سوداګرۍ او پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځ ته شي.
امریکا په افغانستان کې د سولې له ټنګښت وروسته پانګونه کوي
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونۍ چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې له ټنګښت وروسته به د سوداګرۍ او پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان ــ امریکا د سوداګرۍ خونې رییس راهان دان ریتر پرون سه شنبې د کب ۷ مه د افغانستان ــ امریکا د سوداګریز اتصال د څوارلسم کنفرانس په مقداماتي ناسته کې وکړې.

ټاکل شوې د افغانستان – امریکا د سوداګریز اتصال د روان کال د اپریل په ۳۰ مه واشنګتن کې جوړ شي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي پانګوالو هڅول دي.

راهان دان ریتر وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې له ټنګښت وروسته د پانګونې او سوداګریزه اړیکو د پراختیا له لارې د دې هېواد سره مرسته وکړي.

د افغانستان ــ امریکا د سوداګرۍ خونې رییس وايي دوی د افغانستان راتلونکي ته په مثبت لید ګوري او باور لري، چې په دغه هېواد کې سوله ټینګېدونکې ده.

د هغه په وینا په افغانستان کې دا مهال د سولې د تامین لپاره فرصت ډېر شوی او کله چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، نو د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه هم ورسره زیاتېږي.

هغه و ویل«موږ غواړو تاسو ته په وضاحت او ژمنه درکړو چې امریکا په افغانستان کې د سولې له راتلو وروسته له دغه هېواد سره د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو له لارې ملاتړ کوي، موږ غواړو چې په افغانستان کې فعال خصوصي سکتور موجود وي او د دغه هېواد له اقتصاد سره د لویو پانګونو له لارې ملاتړ وکړو.»

دی وايي، امریکايي پانګول هیله لري چې په افغانستان کې په بېلا بېلو پروژو کې پانګونه وکړي.

د ریتر په وینا امریکا اوس د مخابراتو او نوري فایبر شبکې په برخه کې پانګونه کړې او ټاکل شوې په روان مېلادي کال د مخابراتو په برخه کې د دوی د پانګونې کچه سل میلیون ډالره زیاته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پلاوي رییس عتیق لله نصرت په دې ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج، د برېښنا انرژۍ د تولید، تکنالوجۍ، کرنې، ترانسپورټ او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

دی وايي، امریکایان او امریکايي پانګوال له ټولو هغو نوو فرصتونه سره چې د سولې بهیر له بشپړېدو وروسته رامنځته کېږي لېوالتیا لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پلاوي رییس له امریکايي پانګوالو وغوښتل چې راشي او په افغانستان کې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

دی وايي، د افغانستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ دقیق ارقام نه لري خو په وینا یې اوس د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري زیاته نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي