هلمند کې د طالبانو د نشه يي توکو پر یوه پتځای برید کړی دی

8 حوت 1397 ساعت 9:59

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې ډېپو او د نشه يي توکو پر پټنځای برید کړی دی.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې ډېپو او د نشه يي توکو پر پټنځای برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د کب ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دغه عملیات له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو سره په ګډه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې پتنځایونه له منځه وړل شوي او ۵۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۳۰ جوړې پوځي درېشۍ، دوه عده زرهې خولۍ او درې تلېفونونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com