۰

پاکستان ادعا وکړه، چې د هند دوه جنګي الوتکې یې غورځولې دي

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د پاکستان پوخ ادعا کوي، چې د هند دوه جنګي الوتکې یې غورځولې او یو پيلوټ یې ژوندی نیولی دی.
پاکستان ادعا وکړه، چې د هند دوه جنګي الوتکې یې غورځولې دي
د پاکستان پوخ ادعا کوي، چې د هند دوه جنګي الوتکې یې غورځولې او یو پيلوټ یې ژوندی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې هندي الوتکې نن سهار د پاکستان خاورې ته داخلې شوې، چې د پاکستان هوايي ځواک یې پر وړاندې په وخت اقدام وکړ.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د پوځ له خوا د هند دغه دوه الوتکې ویشتل شوې، چې یوه یې پلې ته نېږدې په هندي کشمیر او بله یې دې غاړې ته په پاکستاني کشمیر کې لوېدلې ده.

هغه دا ادعا هم کړې، چې د هند یو پیلوټ یې ژوندی نیولی او د دوه نور پیلوټانو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې نن سهار هندي الوتکو یو ځل بیا د پاکستان پر خاوره تېری کړی دی.

بل خوا په خوله رسنیو داسې راپورونه هم خپار شوي، چې پاکستان د هند نه بلکې خپله یوه څارګره الوتکه په دې ګمان چې د هند ده کنټرول لاین ته نېږدې وشتلې او غورځولې ده.

هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم تر اوسه بې پرې سرچینو د پاکستان د دغه ادعا پخلی کړی.

پاکستان دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې پرون د هند هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر پټنځایونو بمبار وکړ.

هندي چارواکي وايي، په دغه بریدونو کې یې د جیش محمد وسله والې ډلې تر ټولو ستر مرکز له منځه وړی او په کې ۳۵۰ ترهګر یې وژلي دي.

ویل کېږي هغه هندي پیلوټه چې د پاکستان په خاوره کې یې برید تر سره کړی فاطمه نومېږي او د هند د لومړي وزیر نریدرا مودي له خوا د اتلې لقب ورکړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي