۰

ټرمپ هم ویتنام ته ولاړ چې له کېم جونګ اون سره وګوري

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره د لیدنې په موخه د ویتنام پلازمېنې هانوې ته رسېدلی دی.
ټرمپ هم ویتنام ته ولاړ چې له کېم جونګ اون سره وګوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره د لیدنې په موخه د ویتنام پلازمېنې هانوې ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا به د ټرمپ او اون تر منځ دویمه لیدنه وي، او دواړه لوري به د سنګاپور په غونډه کې د شویو هوکړو پر تعقیب خبرې وکړي.

د دغه ناستې موخه د شمالي کوریا له خوا د اټومي فعالیتونو درول او په مقابل کې پر پوینګ یانګ د بندیزونو په لرې کېدو سربېره د امریکا په ګډون له نورو هیوادونو سره د هغه هېواد د ښو اړیکو رامنځ ته کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شمالي کوریا ولسمشر د اورګاډي په مرسته له چین څخه په تیریدو د ویتنام پلازمینې ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې ویتنامي چارواکي وايي د ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ یوې بریالۍ غونډې ته سترګې په لار دي.

د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت وايي هیواد یې غواړي چې له نړیوالې سولې او ثبات سره مرسته وکړي او په همدې هدف یې د تیرو لسو ورځو راهیسې اړین تیاری نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي