هند له پاکستانه د خپل نیول شوي هغه پیلوټ د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې پرون د یوې هندي الوتکې تر نسکورولو وروسته پيلوټ ژوندی ونیوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند د دغه ټپي پیلوټ د ویډیو خپرولو له امله هم نیوکه کړې او هغه یې د جینوا کنوانسیون څخه ښکاره سرغوړونه بللې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان غوښتي چې دغه پیلوټ ته زیان ونه رسوي او سملاسي یې ور خوشی کړي.
باید و ویل شي، چې تېره ورځ پاکستان د هند د دوو الوتکو د غورځولو او د دوو پیلوټانو د نیولو خبره وکړه، خو وروسته یې د یوه پیلوټ د نیولو پخلی وکړ.
هند هم د خپل پیلوټ د نیول کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې دوی هم د پاکستان یوه الوتکه غورځولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل